په لوګر ولایت کې د ۱۸ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه سړک د بیارغونې او پلونو جوړولو چارې پیل شوېدي. د لوګر د ټولګټو چارو رئیس مولوي جنت ګل سراج رسنیو ته ویلي، چې په دې پروژه کې د لوګر ـ ګردېز له لویې لارې څخه د څرخ ولسوالۍ تر ډبر سیمې پورې د ۱۵.۵ کیلومتره سړک بیارغونه، د پلونو جوړول او د سړک د فرشونو ترمیم شامل دي. د نوموړي په وینا، دغه پروژه د ټولګټو وزارت په مالي ملاتړ پلې کېږي او ټاکل شوې چې چارې یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي.































