د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان ته د سفر په اړه د ځینو هېوادونو خبرداري بېځایه بللي او ویلي یې دي چې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ دی. نوموړي ویلي چې بهرني سیلانیان، خبریالان او د نړیوالو سازمانونو کارکوونکي په افغانستان کې له کومې ستونزې پرته تګ راتګ او فعالیت کوي. په روان کال کې امریکا، اسټرالیا، المان، کاناډا او بریتانیا د امنیتي ګواښونو او د تښتول کېدو او نیول کېدو د احتمال له امله خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی دی. تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۳۲ زره بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له سیاحتي سیمو لیدنه کړې ده.































