د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د پنځو کانونو د سپړنې او معیاري استخراج د پروژې د تړون د لاسلیک خبر ورکړی دی. د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ۳۰ کلونو لپاره قرارداد شوې، چې ۶۹.۴ میلیونه ټنه اټکل شوې زېرمې لري او کلنی عاید یې ۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی. د دې پروژې ساحه ۱۱۱ کیلومتره مربع ده او د انرژۍ د تولید، صنعتي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له پلوه اقتصادي اهمیت لري.































