د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که دغه هېواد جګړه پیل کړي، له ویجاړوونکي ځواب سره به مخ شي. تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې رضايي دا څرګندونې امریکا او د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه پیغام کې کړې دي. رضايي په خپل پیغام کې ادعا کړې، چې امریکا په جګړه او ټاکنو کې ماتې خوړلې او جګپوړي چارواکي یې د دغې ماتې له پایلو سره مخ دي. نوموړي د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پېټ هېګسټ او د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان ته په اشارې د دغه هېواد پر سیاسي او پوځي وضعیت هم څرګندونې کړې دي.































