د هند لومړي وزیر ویلي، چې که پاکستان له هند سره پر پوله له اوربنده خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي او د تشدد ډېرولو په موخه پارونکي ګامونه واخلي نو د هند پوځ به سخت غبرګون وښیي. هغه په یو پروګرام کې د خبرو پر مهال ویلي، چې که پاکستان یو ځل بیا هم له اوربنده سرغړونه وکړي نو هندي پوځیان به ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. مودي دا ګواښ په داسې حال کې کړی، چې تېره مياشت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خپل هندي سيال ته د خبرو لپاره لیک لېږلی وو. خو د هند لخوا دغه لیک ته مثبت ځواب نه وو، ويل شوی او عمران خان بيا د هند دغه رويه منفي او له تکبره ډکه بللې وه. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کشمېر کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو تر منځ شخړې ډېرې شوې دي او دواړه لوري له اوږدې مودې پر يو بل د پولې په اوږدو کې له اروبنده د سرغړونې تورونه لګوي.