د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون چوکاټي تړون د بنسټګرو ۳۱مه غونډه (COP31) تر دوه ورځني ځنډ وروسته، د نومبر په ۲۲مه نېټه د ترکیې په انتالیا کې پای ته ورسېده.
د غونډې ګډونوالو د پرمختیايي هېوادونو د پاملرنې وړ موضوعاتو، لکه د اقتصادي موډل زرغون بدلون، د شنو خونو د ګازونو د خپرېدو کمښت او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په ګډون، د یو لړ مسایلو په اړه پرېکړې کړي او څواړخیز بهیر ته یې دوام ورکړی دی. خو ځینو هېوادونو د کلیدي موضوعاتو په اړه د نظر اختلاف درلود او د اساسي پرېکړو په اړه ګډې پایلې ته نه دي رسېدلي.
اوسمهال نړیوال اقلیمي مدیریت له ژمنو څخه د عمل مهم پړاو ته داخل شوی دی. د چین د پلاوي مشر او د چاپېریال ساتنې مرستیال وزیر لي ګاو ویلي، چې د نړیوال اقلیمي مدیریت چاره اسانه نه ده، خو پر څواړخیزم، یووالي او همکارۍ ټینګار له اقلیمي بدلون سره د مقابلې یوازینۍ لار ده.
اړوندې خواوې ګډې پایلې ته نه دي رسېدلي او ناهیلې یې ښودلې ده
د دې غونډې له پیل راهیسې د اړوندو خواوو ترمنځ د نظر اختلافونه ښکاره وو او خبرې اترې یې هم ډېرې سختې وې. د کوپ۳۱ (COP31) پرانیستونکي مراسم، چې د نومبر د نهمې نېټې په سهار ترسره شول، له ټاکلي وخت څه باندې یو ساعت وځنډېدل او د غونډې پای مراسم هم له ځنډ سره مخ شول. د ځینو هېوادونو ترمنځ د کلیدي موضوعاتو په اړه د نظر اختلاف موجود و او د اساسي پرېکړو په اړه ګډې پایلې ته نه دي رسېدلي.
ځینو نفت تولیدوونکو هېوادونو د فوسیلي سون توکو په اړه له اروپايي ټولنې سره د نظر اختلاف درلود. دغه راز، اړوندې خواوې د ځینو نویو نړیوالو او عملي موخو د ټاکلو په اړه هم ګډو نظريو ته نه دي رسېدلي. د دې غونډې د مذاکراتو رئیس کلیس بوین د ناهیلۍ د څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې ډېرو غړو هېوادونو صادقانه دریځ غوره کړی و، خو دوی په ځینو کلیدي مسایلو کې خپلې سرې کرښې کښلې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش په یوه اعلامیه کې پر دې ناهیلې ښودلې، چې یاده غونډه د ځینو کلیدي موضوعاتو په اړه ګډې پایلې ته له رسېدو پرته پای ته رسېدلې ده. نوموړي له پرمختللو هېوادونو غوښتي، چې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په موخه د مالي مرستو د برابرولو او راغونډولو ژمنې پوره کړي. د یاد تړون د دارالانشاء اجرایوي مشر سییمن سټیر هم پر دې وضعیت ناهیلې ښودلې، خو ټینګار یې کړی چې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په اړه د مذاکراتو بهیر پخوا هم له خنډونو سره مخ شوی، خو هر ځل دغه خنډونه لرې شوي او یاد بهیر ته دوام ورکړل شوی دی.
د چیني پلاوي مشر لي ګاو همدارنګه ویلي، چین د کوپ د یوه غړي په توګه د دې غونډې د بریا لپاره ډېرې هڅې کړې وې، خو اوسنۍ پایلې ناهیلی کړی دی.
نوموړي په ټينګار ويلي، چې مونږ نه شو کولی پر څواړخیز بهیر باور له لاسه ورکړو او یو پر بل نیوکې وکړو، ځکه دا کار د متقابل باور د پیاوړتیا لپاره ګټور نه دی.
د فشارونو د ډېرېدو پر وړاندې څواړخیز میکانیزم له ننګونو سره مخ دی
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان د دې غونډې د پرانیستلو په ورځ یو راپور خپور کړی او پکې یې په ګوته کړې، چې روان کال په نړۍ کې د تودوخې درجه تر بل هر وخت لوړه شوې، کنګلونه (یخچالونه) ویلي شوي او د سمندرونو سطحه هم د لوړېدو په حال کې ده.
په عین وخت کې، په نړۍ کې جیوپولیټیکې شخړې، یواړخیزم او د سوداګرۍ د ساتنې (پروټېکشنیزم) کړنې هم مخ په زیاتېدو دي. سربېره پر دې، د امریکا فدرالي حکومت د دویم ځل لپاره په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی، چې له امله یې د پرمختللو هېوادونو ترمنځ اړینه همغږي نه ده رامنځته شوې او په دې برخه کې څواړخیزې همکارۍ له جدي فشارونو سره مخ شوې دي.
چین خپلې ژمنې پوره کړې او اقدامات یې د ډېرو هېوادونو لخوا منل شوي دي
اقلیمي بدلون د نړۍ پر وړاندې یوه ګډه ننګونه ده او د نړۍ له دوامداره پرمختګ سره مستقیم تړاو لري. له نړیوال اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره، چین د څواړخیزم د یوه ټینګ ملاتړي، د نړیوالو همکاریو د فعال عملي کوونکي، د زرغون پرمختګ د کلیدي مخکښ او د ټیټ کاربن ټېکنالوژۍ د مهم خدمت کوونکي په توګه خپل مسوولیت پر غاړه اخیستی او د دې غونډې د پرمخبيولو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي، چې دا کړنې یې د ګڼو خواوو لخوا ستایل شوې دي.































