د چين د انسان وړونکي فضايي پروګرام دفتر خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۶م کال د نومبر په ۲۵مې نېټې د سهار په ۸ بجو او ۱۸ دقيقو، د شنجو-۲۴ نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د سي زېډ- دوه اېف(CZ-2F) باروړونکي راکټ په وسيله د جيوچوان د سپوږمکۍ له توغونکي مرکز څخه فضا ته وتوغول شوه او په فضا کې ټاکلي مدار ته رسېدلې ده.
خبر وايي، د ستورمزلو حالت ښه دی او د توغولو دنده یې هم بريالۍ شوې ده.
پاکستانی ستورمزلی محمد ذيشان علي په دغه دنده کې د پلېلوډ کارپوه (payload specialist) په توګه ګډون کړی او هغه لومړنی بهرنی ستورمزلی دی، چې د چين په انسان وړونکي فضايي دندې کې برخه لري. نوموړی به پر مدار د لنډمهاله سفر له بشپړولو وروسته د شنجو-۲۳ نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ په وسيله بېرته ځمکې ته راستون شي.































