د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېرو لسو میاشتو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه یو میلیون، ۴۲۰ زره او ۹۴۱ افغان کډوال په خپله خوښه او په جبري ډول بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې له راستنېدونکو کډوالو سره د اسلامي امارت حکومت او همکارو بنسټونو په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.































