د ګرجستان پخوانی لومړی وزیر وانو میرابیشویلي د ناروغۍ له امله له ملکي زندانه روغتون ته لېږدول شوی دی. د فاکس خبري اژانس د خبر له مخې، نوموړی د ګرجستان د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی. نوموړی په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پارلمان د یو وکیل د وهلو د حکم کولو په جرم په شپږنیم کاله بند محکوم شوی و. د هغه مدافع وکیل، سټیفن تومانیشویلي، نن وویل، چې د میرابیشویلي روغتیایي حالت ښه نه دی او په وروستیو دوو میاشتو کې له زندانه تر روغتونه په تګ راتګ کې دی. دا لا هم معلومه نه ده چې د وانو میرابیشویلي ناروغي څه ده.