پر غزې تراړه د اسراییلي پوځي الوتکو په تازه بریدونو کې د حماس ډلې دوه وسله وال وژل شوي دي. دا برید وروسته تر هغه کېږي چې یو فلسطیني ځوان دوه اسراییلي عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله. تر دې پېښې وړاندې د اسراییلو پوځ په یو بل هوایي برید کې یو فلسطینی ځوان وژلی وو. دا په داسې حال کې ده چې د تېر میلادي کال د مارچ میاشتې راهیسې د اسراییلي پوځ له خوا په بریدونو کې شاوخوا دوه سوه فلسطینیان وژل شوي دي.



































