د راپورونو له مخې د ايران د ولسمشر ورور حسن فریدون په مالي فساد کې لاس درلود او تېر کال د قضايي محاکمو له لوري زنداني شوی و، خو وروسته په ضمانت خلاص کړل شو. د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یې بیا محکمه پيل شوې وه او اوس په تازه پرېکړه کې په زندان محکوم شوی دی. دا نه ده معلومه چې نوموړی به څومره موده زندان تېروي، خو دا پرېکړه نهايي شوې هم نه ده. فریدون کولی شي په دې اړه محاکمو کې قضیه مخ ته یوسي.



































