د شمالي کوریا د رسمي رسنیو د راپورونو له مخې د شمالي کوریا ولسمشر د ګڼو هغو وسلو نندارې ته ورغلی و، چې نن ازمویل شوې دي. په دې کې د نورو وسلو تر څنګ نږدې واټن ویشتونکي توغندي هم ازمویل شوي دي. د شمالي کوریا رسنۍ وایي چې ګڼ توغندي نن د جاپان د اوبو په لوري توغول شوي او په بریالۍ توګه ازمویل شوي دي. د شمالي کوریا ولسمشر په دې ازمویښتونو کې ټینګار کړی، چې د خپل هېواد نظامي قوت به پياوړی کوي.



































