د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، د پاکستان د پوځ ویاند تر خپل واک پورته خبرې کړې او دوی به یې پر ضد محکمې ته مراجعه وکړي. یاد غورځنګ د پوځ د ویاند اصف غفور د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې نوموړي له خپلو صلاحیتونو پورته خبرې کړې دي او باید پر دوی د لګول شویو تورونو د سپیناوي لپاره محکمې ته حاضر شي. که څه هم په پېښور کې قانون پوهانو ویلي چې دوی د پاکستان په عدالتي ادارو کې دا جرئت نه ویني چې هغوی دې پوځ حتی د سپیناوي لپاره راوبولي خو پي ټي ایم وایي، دوی به خپل غږ تر مربوطه ادارو پورې ورسوي. د یاد غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ویلي، د غفور دا ډول خبرې د دوی د چوپ کولو یوه هڅه ده خو دوی به تر هغه وخته ارام ونه کړي څو پورې چې یې خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی نه وي موندلی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پوځ ویاند څو ورځې وړاندې پر پي ټي ایم تور پورې کړی وو چې ګواکي دوی د افغانستان او هند له استخباراتي ادارو پیسې تر لاسه کړې دي.



































