اسراییلي پولیسو ادعا کړې چې د فلسطیني وسله والو له خوا پر یاد هېواد د راکټي بریدونو په پایله کې دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي. د اسراییلي چارواکو په خبره، فلسطیني وسله والو شاوخوا ۴۰۰ توغندي پر اسراییل توغولي دي. له هغه وروسته اسراییلو په فلسطین کې پر بیلابیلو اهدافو بریدونه کړي دي او ګڼو فلسطینیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. امریکا پر اسراییلو د یادو راکټي بریدونو غندنه کړې ده او د اسراییلو د بریدونو په اړه یې ویلي چې اسراییل د ځاني دفاع په موخه حق لري، پر فلسطین برید وکړي.



































