په روسیه کې یوې الوتکې اور اخیستی چې له امله یې ۴۱ کسان وژل شوي دي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې یوې ملکي الوتکې هغه مهال اور واخیست چې له هوايي ډګر اوچته شوه. الوتکې بېړنۍ ناسته وکړه، خو بیا هم د اورلګېدنې له امله ۴۱ کسان پکې وژل شوي دي. په دغه پېښه کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي. د الوتکې شاوخوا ۳۷ کسه سپرلۍ ژوندۍ پاتې ده چې دمګړی په روغتون کې بستري دي. الوتکې ټول ټال ۷۸ کسه سپرلي لرله. د روسیې حکومت وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.



































