د راپورونو له مخې په غزه کې د اسرایيلو او حماس ډلې ترمنځ د مصر په منځګړیتوب اوربند شوی دی. په دې وروستیو کې په دغه سیمه کې سختې نښتې روانې وې. په جګړو کې ۴ اسراييلي عسکر او ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي. د حماس ډلې رسنۍ ددغه اوربند پخلی کوي خو اسرایيلي لوري په دې اړه څه نه دي ویلي. ملګرو ملتونو اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو ددغه اوربند هرکلی کړی دی.





































