د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، د شمالي کوریا له وروستیو راکټي ازموینو سره سره اوس هم له دې هېواد سره د اټومي خبرو د پرمختګ لار ویني. پومپیو ویلي، ډېر ډاډمن دی او پوهېږي چې د شمالي کوریا د غیر اټومي کولو لار اوږده او له لوړو ژورو سره مخ، خو ناممکنه نه ده. د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې شمالي کوریا د تېرې شنبې په ورځ د یو راکټ او څو ډوله نورو وسلو ازموینه کړې ده.





































