د پښتونژغورنې غورځنګ ځینې غړي وایي پوځ یې تهدیدوي او پلمې ورته برابروي چې زنداني یې کړي. د دغه غورځنګ یو تن مشر او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر وايي، پاکستان په منظمه توګه داسې پلانونه جوړوي چې دی او د غورځنګ نور غړي ونیسي. دده په خبره د وزیرستان په وروستۍ غونډه پاکستاني حکومت ورته دسیسه جوړه کړې ده او دی یې په بغاوت تورن کړی دی. پاکستاني حکومت ویلي چې دغه غونډه غیر قانوني وه او علي وزیر باید ځواب ورکړي. پښتون ژغورنې غورځنګ څه موده وړاندې په وزیرستان کې د زرګونه کسانو په ګډون یوه بې سارې غونډه جوړه کړې وه، چې پاکستانی حکومت یې سخت وېرولی دی. خو علي وزیر وایي چې ددوی غونډه قانوني وه او هېڅ ډول ستونزه نه لري.





































