د امریکا دفاع وزارت ژمنه کړې چې پر امریکایي ځواکونو یا د امریکا پر ګټو د هر ډول بریدونو په خاطر به ایران مسوول ونیسي. واشنګټن په دې وروستیو کې د ایران پر وړاندې پر خپل سخت دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران ته نږدې په اوبو کې به د جنګي الوتکو وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کړي. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان پر خپل ټویټر پر تهران د پاروونکي چلند تورونه هم پورې کړي دي. دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ویلي، دوی نه غواړي له ایران سره جګړه وکړي خو که چېرته یاد هېواد د تیري فکر لري نو دوی یې سخت جواب ته چمتو دي.





































