د قطر رسمي سرچینو ویلي چې د بحرین لومړي وزیر خلیه بن سلمان ال خلیفه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د خلیج د جنجال له رامنځته کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره پر ټلفون خبرې کړې دي او هغه ته یې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله خپلې نیکې هیلې وړاندې کړې دي. د قطر خبري اژانس د دواړو مشرانو ترمنځ د ټلفوني مکالمې راپور ورکړی دی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې بحرین په دې وروستیو کې هڅه پیل کړې څو له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې روغې کړي. د ویلو ده چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په پنځمه نیټه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر په ګډون د خلیج ځینو هیوادونو قطر ددوې په کورنیو چارو کې په مداخلې، ایران سره په اړیکو او تندلارو ډلو نه په ملاتړ تورن کړی وو او ورسره یې هر راز اړیکې پرېکړې وې.




































