د راپورونو له مخې نن سهار د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې یوه زیارت ته څېرمه پر پاکستاني پوځيانو چاودنه شوې ده. په دغه پېښه کې ۳ پاکستاني عسکر وژل شوي دي او ۱۸ کسان ټپیان دي. په ټپیانو کې د عسکرو تر څنګ ملکي وګړي هم شامل دي. تر اوسه ددغه برید پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې. د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.




































