ټرمپ ویلي چې پر ایران به د فشارونو زیاتېدل همداسې دوام کوي. دده په خبره د ایران لس سلنه عایدات د فلزاتو له صادراتو تامینيږي نو ځکه یې بندیزونه ورباندې زیات کړي دي. په دې ډله کې د ایران د فولادو، مسو، المونیم او نورو فلزاتو صادرات شامل دي. ټرمپ ویلي چې فشارونه به تر دې هم ډېر کړي، ځکه ایران باید خپل چلند بدل کړي. دده په خبره ایران په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د فشارونو پر مټ دی ددې هیله لري چې یوه ورځ له ایراني چارواکو سره د مذاکرات مېز ته ناست وي. ایران بیا تر دې یوه ورځ وړاندې وویل، د اټومي هوکړې له ځينو مادو به ورو ورو وځي، خو په غبرګون کې یې ټرمپ نوي بندیزونه وضع کړل.




































