امریکا په منځني ختیځ کې ایران ته نږدې خپلې جنګي الوتکې ځای پر ځای کوي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له دې چې امریکا د ایران شاوخوا ته د بېړیو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړ، تازه هڅه کوي بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکې هم ایران ته نږدې ځای پر ځای کړي. د راپورونو له مخې دغه الوتکې تر ډېره په قطر کې د امریکا په یوه ستره نظامي اډه کې ځای پر ځای کېږي. ویل کېږي د امریکا پوځ د ایران د احتمالي خطراتو مخنیوي ته دغه اقدامات ترسره کوي. د امریکا دفاع وزارت او د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، دوی پر امریکا او د امریکا پر متحدینو د ایران د احتمالي برید د مخنیوي په موخه دغه ډول اقدامات په پام کې نیولي دي.





































