د هند د اوبو چارو وزیر نیتین ګدکاري ګواښ کړی دی چې که اسلام اباد د ترهګرو ملاتړ ونه دروي نو هند به پاکستان ته بهېدونکې اوبه بندې کړي. هغه ویلي ددې لپاره کافي نقشه لري او پوهېږي چې دا اوبه څه ډول راوګرځوي. د هند د انډیا ټایمز ورځپاڼې له مخې، ګدکاري زیاته کړې، حکومت پلان لري چې په پنجاب، هریانا، اوترخند، اوترادېش او راجستان کې د اوبو شپږ بندونه جوړي کړي او له دې لارې به د اوبو ستونزه تر ډېره بریده حل شي. د هند او پاکستان تر منځ د طاس په نامه د اوبو یو تړون شته چې بنسټ یې د سوله ییزو اړیکو دی خو که د ترهګرۍ اوسنی مخ بدل نه شي نو هند به پاکستان باندې د خپلو اوبو د بندولو برخه کې سختې پرېکړې ته هیڅ صبر ونه کړي.





































