د بلوچستان په هرنایي سیمه کې په یو وسله وال برید او چاودنه کې د ایف سي ځواک د دوه سرتېرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا دا دواړه پېښې نن سهار وختي رامنځته شوې دي. چارواکو ویلي نن سهار په همدې سیمه کې د سکرو په کان کې دوه تنه کارکوونکي په ډزو وژل شوي او کله چې د ایف سي ځواک موټر سیمې ته روان وو ورباندې چاودنه شوې ده او پکې سپاره دوه سرتېري وژل شوي دي. ویل کېږي چې یو بل عام وګړی هم د همدې چاودنې له امله وژل شوی دی. د یاد برید پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.





































