د سویډن د بهرنیو چارو وزارت وایي چې روسیه یې دوه ډيپلوماټان له خپلې خاورې شړي. مسکو وروسته تر دې دا ګام پورته کوي چې استاکهلم د روسیې دوو ډیپلوماټانو ته د ویزې له ورکولو ډډه وکړه. د دغو دوو هېوادونو ترمنځ تر دې مخکې بله ډیپلوماټیکه لانجه دا وه چې سویډن تور پورې کړ چې روسیه په سویډن کې جاسوسي کوي. د سویډن د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، د سویډن له دوو ډیپلوماټانو غوښتنه شوې چې د روسیې له خاورې ژر تر ژره ووځي او دوی د روسیې پر دې پرېکړه خواشیني دي.





































