د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په مشرانو غږ کړی چې د هغه سره دې خبرو ته کیني خو د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د جنگ امکان هم نه دی رد کړی. ټرمپ له ایراني مشرانو غوښتي چې د خپل هېواد د اټومي وسلو په سر دې ورسره خبرې وکړي. ټرمپ ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالي ته په کتو سره د جنگ امکان هم نه ردوي. د ایران او امریکا اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې دي چې ټرمپ د ایران سره د پخواني ولسمشر اوباما د وخت د اټومي وسلو د تړون نه ووت او په ایران یې تور ولگاوه چې ایران د دغه تړون شرایطو ته درناوی نه کاوه.





































