دفاع وزارت وایي، هغه امنیتي کسان به مجازات کړي چې په ټاکنو کې د کوم نوماند په ګټه او تاوان د هغوی په چارو کې مداخله وکړي. د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو مسوولیت د ټاکنو د امنیت ساتل دي او که چېرته په ټاکنیزو مواردو کې مداخله وکړي نو مجازات به شي. هغه زیاته کړې، هغه منسوبین چې په ټاکنو کې د کوم نوماند پر زیان او یا ګټه په ټاکنیزو چارو کې مداخله وکړي له دندې به ګوښه او عدلي او قضایي ارګانونو ته به معرفي شي. بهرامي په خپلو خبرو کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه باید د ولسي جرګې په را روانو ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي. هغه دغه راز زیاته کړې، چې ملي امنیتي ځواکونه د ټاکنو امنیت ساتلو ته بشپړ چمتوالی لري. دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو ټاکنو ته یواځې ۱۷ ورځې پاتې دي.