مریکا په منځني ختیځ او فارس خلیج کې خپل جنګي ځواک پیاوړی کړی دی. سیمې ته یې تازه ارلنګټن په نوم بېړۍ چې پوځیان لېږدوي استولې، زغرول ګاډي، الوتکې او د پيټرویات توغندیو وسایل یې هم لېږدولي دي. د امریکا دفاع وزارت وایي چې ایرلنګټن بېړۍ به له ابراهام لنکن بیړۍ سره چې الوتکې لېږدوي یو ځای شي. امریکا سیمې ته دوه پنځوس الوتکې تر دې مخکې هم استولې وې. واشنګټن وایي دا هڅې ددې لپاره دي چې د ایران د تهدیدونو مخه ونیول شي. واشنګټن زیاته کړې دا فشارونه یې ځکه پر ایران راوستي دي چې له ناوړه فعالیتونو لکه د اټومي وسلو د پراختیا له هڅو لاس واخلي.





































