د یمن په لویدیځ کې هغو یاغیان د سور سمندرګي له دوو څنډو او دریو بندرونو وتل پیل کړي دي چې ایران یې ملاتړ کوي. دا وسله وال د دغه سمندر په دریو مرکزونو کې دېره وو. دغه ډله چې حوثي نومېږي ویلي یې وو چې د سویډن په ستاکوهلم کې د ډسمبر میاشتې د سولې له جوړجاړي سره سم به له یادو مرکزونو ووځي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو پرون وویل، حوثي یاغیانو منلې چې د سور سمندرګي له دریو مرکزونو به وځي. دا سیمې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسي د حوثیانو په ولکه کې دي وګړي یې سختو بشري مرستو ته اړتیا لري چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دې اړمنو ته د مرستې رسولو په موخه حوثیانو سره خبرې شوې دي څو دلته میشتو اړمنو ته لازمې مرستې ورسېږي.





































