د سعودي عربستان ځواکونو په شیعه مېشته ختیځه سیمه القطیف کې عملیات کړي او اته تنه ملکیان یې وژلي دي. دا خبر دولتي خبري ادارې اې پي ای خپور کړی دی. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې دا سیمه تل د شخړو شاهده وي. په دې سیمه کې چې شیعه لږکي پکې ژوند کوي تل د سعودي حکومت له ناسم چلنده شکایت کوي خو د سعودي حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي. اې پي ای وایي، په دې ښار کې عملیات ځکه شوي دي چې په تاروت ټاپو کې نوې جوړه شوې ترهګره ډله وځپي. یاده اداره وایي، عملیات بریالي وو او وژل شوي کسان ترهګر دي.





































