د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د بلوچستان ایالت په ګوادر کې پر یوه عصري پېرل کانټیننټل هوټل برید غندلی دی او ویلي یې دي چې دا برید د پاکستان د اقتصادي پروژو او بسیاینې د سبوتاژ هڅه ده. په همدې اړه د پاکستان له لومړي وزارته خپرې شوې خبرپاڼې ویلي چې دوی به د دا ډول اجنډاوو بریالیتوب ته اجازه ورنه کړي. دا برید پرون پر هغه هوټل شوی دی چېرته چې بهرني میلمانه په ځانګړې توګه هغه وګړي ژوند کوي چې په پاکستان کې د چین د پانګونې په پروژو کې کار کوي. ددې برید پړه بلوڅ بیلتون غوښتونکو پر غاړه اخیستې ده او د ورته نورو بریدونو ګواښونه یې کړي.





































