د پاکستان د مالیې وزیر او د لومړي وزیر د مالي چارو سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ وايي، نړیوالې مالي ادارې یا ای اېم اېف دغه هېواد ته د شپږ میلیارده ډالرو پور ورکول منلي دي. نوموړي له دولتي تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، پاکستان به درېیو کلونو کې دا شپږ میلیارده ډالر ترلاسه کړي. ډاکټر عبدالحفیظ شیخ زیاتوي، د پیسو نړیوال صندوق کې د ۶ میلیارد ډالرو پور تر رسمي منظورۍ وروسته به پاکستان ته د دې پور ور کول پیل شي. د هغه په خبره، دې تړون سره به پاکستان کې د پور انډول کې ښه والی راشي او نړۍ ته به مثبت پیغام ور کول او بهرنۍ پانګونې ته به پاکستان کې لار جوړه شي. شنونکي بیا وايي پور سره د پاکستان ستونزه نه اوارېږي، بلکې ولس یې لا ډېر تاواني کېږي. تېرو ۳۱ کلونو کې دا له شرطونو سره د تړلي پور دولسم تړون دی چې ای اېم اېف یې له پاکستان سره لاسلیکوي.





































