سعودي عربستان وایي، د تېلو دوه ټانکرونه یې ویشتل شوي دي. ریاض د ګاونډي هېواد متحده عرب اماراتو ساحل ته څېرم شوې دا پېښه د سبوتاژ برید بللی دی. د سعودي د انرژۍ وزیر خالد نن ویلي، یوه کښتۍ یې د سعودي په خامو تېلو د بارېدو لپاره روانه وه چې ورباندې برید شوی دی. په دې برید کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو کښتۍ څه ناڅه زیانمنه شوې ده. تر دې مخکې هم د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو د قلمرو اوبو ته څېرمه یې د سبوتاژوونکو عملیاتو په لړ کې پر څلورو تجارتي کښتیو برید شوی دی خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. تر اوسه د بریدګرو هویت نه دی په ډاګه شوی.





































