د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ويلي، له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره نړیوالې هڅې په کمزوري کېدو دي.
نوموړي نيوزیلنډ ته له رسېدو سره سم ویلي، د نړۍ هېوادونه د پاریس په هوکړه کې له خپلو ژمنو سره سم هغه اقدامات نه عملي کوي، چې په نتیجه کې یې د ځمکې په تودوخه کې له صنعتي دورې د مخکې وخت په شان، د سانتي ګراد دوې درجې کموالی راځي.
ګوترېش چې د نیوزیلنډ په اوکلاند ښار کې یې د دغه هېواد له لومړۍ وزیرې جسیندا اردیرن سره تر کتنې وروسته خبرې کولې، ویلي چې داسې ښکاري چې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره هڅې په کمزوري کېدو دي.
هغه ویلي، نړۍ هغو اهدافو ته د رسېدو پر لاره نه ده سمه شوې، چې د پاریس په هوکړه کې تعریف شوي دي.
د نوموړي په خبره، تناقض په دې کې دی چې د ځمکې د اقلیم وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي، خو ښکاري چې د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره سیاسي لېوالتیا په کمزوري کېدو ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز په پام کې لري، چې په کرایست چرچ ښار کې د مسلمانانو د ټولنو له مشرانو سره په کتنه کې، د مارچ په ۱۵مه نېټه پر دوو جوماتونو د وسله وال برید د پېښې په خاطر، چې ۵۱ لمونځ کوونکي پکې ووژل شول، له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړي.
ګوترېش ویلي چې دی هر کال د روژې په میاشت کې یو اسلامي هېواد ته سفر کوي، خو سږ کال یې غوره وګڼله چې د نیوزیلنډ له مسلمانانو سره وګوري، څو له دې پېښې وروسته د هغوی د جرئت او زغم ستاینه وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ د هېوادونو پر مشرانو او د ټکنالوژۍ پر کمپنیو غږ کړی، چې پر ټولنیزو شبکو د تشدد د انلاین ښودلو د مخنیوي له هڅو سره مرسته وکړي.
د یادونې ده چې د کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو بریدکوونکي، د خپلې حملې جریان په مستقیم ډول پر فېسبوک خپور کړی و.
تمه ده چې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیره اردیرن په روانه اونۍ کې پاریس ته د سفر په ترڅ کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي، چې د دغه ډول پېښو د انلاین کولو د مخنیوي په اړه د بحث لپاره جوړېږي او کوربانه به یې اردیرن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وي.





































