د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د ایران د هر ډول احتمالي اقدام پر وړاندې تیاری لري، خو که ایران پر امریکا برید وکړي نو ستره غلطي به وکړي. هغه ویلي ایران به په یوه وړه تېروتنه ستر زیان وویني. په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده. امریکا خپلې سترې نظامي بېړۍ او جنګي الوتکې د ایران په شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای کړې دي. ایران بیا وايي چې د امریکا د هر ډول برید پر وړاندې ځواب ته تیار دي.





































