چين ويلي چې د جون مياشتې له لومړۍ نېټې به د ۶۰ میلياردو ډالرو په ارزښت پر امریکايي توکو تعرفه زیاته کړي. دا اقدام د امریکا د تعرفو د زياتوالي په غبرګون کې کېږي چې شاوخوا ټول چينايي واردات په نښه کوي. د چین د حکومت د یوې رسمي اعلاميې له مخې، د امريکا پر وارداتو به د چين تعرفه تر ۲۵ سلنې ورسېږي. واشنګټن د دوه سوه میلياردو ډالرو په ارزښت پر چينايي توکو تعرفه له لس سلنې ۲۵ سلنې ته لوړه کړه او د امريکا او چین د سوداګریزو خبرو وروستی پړاو پرته له موافقې د مې مياشتې په لسمه پای ته ورسېد. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ همدا راز امر کړی چې پر نورو چينايي توکو د تعرفې نوی پړاو به پر درې سوه میليارده ډالرو ارزښت لرونکو توکو پيلېږي.





































