د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په لیدنه کې ویلي چې که امریکا پر یاد هېواد خپلو فشارونو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې کومه نوې هوکړه ونشي نو په لوړه کچه به د یورانیمو غني کول له سره پیل کړي. له هغې ورځې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې نه امریکا و ایستله او امریکا بیرته بندیزونه ولګول، اخلافاتو زور اخستې دی، ځکه د ایران اقتصاد له سخت رکود سره مخ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ هم ایران ګواښ وکړ چې که نړیوال قدرتونه په نویو شرایطو د یوې موافقې په مذاکرو کې ناکامه شي، ایران به په ۶۰ ورځو کې د خپلو یورانیمو د غني کولو پروسه اخري لوړې کچې ته ورسوي.





































