امریکا یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې رسنیو ته ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر دې ټینګار کوي چې طالبان باید د سولې له پروسې سره یو ځای شي. د ویاندې په خبره پمپیو په واشنګټن کې له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې له جګړو لاس په سر شي او د سیاسي مذاکراتو پر مټ د سولې له پروسې سره یو ځای شي. د پمپیو په خبره په افغانستان کې باید روانه خونړۍ اوږده او له زیانه ډکه جګړه نوره پای ته ورسول شي او پر ځای یې دغه هېواد ته سوله او ثبات راوستل شي. هغه پر پاکستاني چارواکو بیا هم ټینګار کړی چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.