د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي تر دې دمه منځني ختیځ د سرتېرو د لېږلو پلان نه لري، خو که اړتیا پېښه شي دا کار به هم وکړي. تر دې وړاندې امریکايي رسنیو ویلي وو، چې امریکا منځني ختیځ ته د ایران د مخنیوي په موخه ۱۲۰ زره سرتېري لېږي. خو ټرمپ وايي دا راپور ناسم دی او په خبره یې که اړتیا پېښه شي نو بیا به تر دې ډېر سرتېري د ایران شاوخوا ته واستوي. دده په خبره امریکا هیله لري چې د سرتېرو استولو ته اړتیا پېښه نه شي او ایران په خپل چلند کې بدلون راولي.





































