ټرمپ وایي ډاډه دی چې ایران به له امریکا سره خبرو ته غاړه کېږدي. د امریکا ولسمشر د ایران په اړه په وروستیو څرګندونو کې ویلي، دی خپلو پرېکړو ته ژمن دی او په دې هم ډاډه دی چې ایران به ډېر ژر له امریکا سره خبرو ته مخه کړي. ټرمپ هغه ګنګوسې هم رد کړې چې ګواکي د پالیسیو په اړه یې په حکومت کې د ننه اختلافات موجود دي. په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. امریکا له ایران غواړي چې د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه له واشنګټن سره خبرو ته غاړه کېږدي. خو د ایراني حکومت مشران بیا وایي چې دوی له امریکا سره خبرې نه کوي، ځکه دغه هېواد له ایران سره نړیوال اټومي تړون مات کړی دی.





































