پوتین د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو کشمکشونو په اړه ویلي، دوی د امریکا د اقداماتو په اړه اندېښنه لري. دده په خبره ایران تل د خپلو اټومي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي دي او په دې برخه کې تر ټولو شفاف هېواد دی، خو بیا هم امریکا ورسره اټومي تړون لغوه کړی دی. هغه روانو کشمکشونو ته په اشارې وايي، له دې وروسته روسیه اطفایه نه ده، چې هر څه وژغوري. دده په خبره په روان کشمکش کې مرسته نه شي کولی او امریکا ته نه ده په کار چې نړیوال قوانین او تړونونه مات کړي. هغه بیا هم ټینګار کړی، چې روسیه به د هرې وېجاړې او پېښې ژغورنې ته منډې نه وهي.





































