د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، امریکا د ۲۰۱۵میلادي کال له اټومي تړونه وتلې ده خو دوی به بیا هم له زغمه کار واخلي او دې موافقې ته به ژمن پاتې شي. هغه په توکیو کې له جاپاني چارواکو سره په خبرو کې ویلي، امریکا په فارس خلیج کې کړکېچ زیاتوي او هڅه کوي چې وضعیت پیچلی کړي او د امریکا دا غیر ضروري اقدامات د منلو نه دي. هغه زیاته کړې، ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټومي موافقې ته ژمن دی او دا خبره نړیوالو څارونکو هم په وار وار کړې ده چې ایران دا موافقه عملي کوي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا په خلیج او منځني ختیځ کې خپل پوځي ځواک زیاتوي، له همدې سره بریټانیا پرون ویلي وو ممکن ایران او امریکا خپلو کې سره ونښلي.





































