د امریکا د کانګرس د استازو مجلس رییسې نانسي پلوسي ویلي ،چې کانګرس په ایران باندې د برید په برخه کې د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره همغږې نه ده او ملاتړ یې نه کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ایران او امریکا اړیکې په تېرو اونیو کې ډيرې ترینګلې شوې دي. پلوسي ویلي، چې د ټرمپ اداره به د کانګرس له غړو سره د ایران په اړه ځینې پټ معلومات شریک کړي. په ورته وخت کې د ایران د دفاع وزیر ویلي و چې له دښمن سره جګړې ته نږدې شوي او ګوتڅنډنه یې کړې چې امریکا او اسرائیل به مات کړي.





































