د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملي امنيت پر يوې ځانګړې قطعې د ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې د يو قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک ويلي چې تېره شپه يوه بجه د لښکرګاه ښار د دويمې حوزې په مربوطاتو کې د سنګوریانو په نوم د ملي امنيت د ځانګړې قطعې پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده. ده وويل چې په دې چاودنه کې د دې قطعې يو قوماندان کاکا اشرف او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي. دغه راز لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې ويلي چې له دې پېښې دوه ټپيان ور وړل شوي وو. سرچينې دا هم وويل چې تېره شپه له نادعلي ولسوالۍ هم دوه سرتېري چې د ماين په چاودنه کې ټپيان شوي وو، دوى ته ور وړل شوي دي خو مسوولين بيا د دې پېښې په اړه ناخبري ښيي. د لښکرګاه د چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.