د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د پاکستان د حاکم ګوند تحریک انصاف پر ضد مخالف ګوندونه راټولوي. بلاول بوټو نورو ګوندونو ته بلنه ورکړې چې روژه ماتې ته سره را یوځای او د راتلونکې لپاره یوه تګلاره جوړه کړي. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې تېر ماښام د بلاول په کور کې غونډه شوې ده خو بوټو ویلي چې د دوی دا ناسته کومه رسمي اجنډا نه لري، بلکې یوازې د مخالفو ګوندونو د مشرانو یوه عادي ناسته ده. د پیپلز ګوند مطبوعاتي دفتر ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دوی به په نږدې راتلونکې کې راټول شي او له اقتصادي بحرانه د پاکستان د وتلو لپاره به یوه طرحه جوړه کړي. بلاول بوټو ټولو ګوندونو ته بلنه لېږلې ده او ویلي یې دي چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او عمران خان ددې وړتیا نه لري چې پاکستان له دې عذابه خلاص کړي.





































