د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې له روسیې څخه به د میزاییلو S-400 دفاعي سیسټم وپېري. هغه ویلي ددغو هوکړو په اړه د امریکا له مخالفت سره سره به له مسکو سره په راتلونکې کې د S-500سیسټم په تولید کې همکاري وکړي. اردوغان پرون د محصلینو یوې غونډې ته ویلي، په دې کې شک نه شته چې ترکیه به د S-400ډوله دفاعي سیسټم د رانیولو اقدام کوي، دا یوه شوې موافقه ده او هیڅکله نه بدلېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې له ترکیې غوښتنه کړې ده چې له روسیې څخه دې دا سیسټم د یو څه مودې لپاره نه اخلي.





































