امریکا وایي که ایران د جګړې جرات وکړي نو دا به په رسمي توګه د ایران د ختمولو په مانا وي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دغه هېواد دې د جګړې جرات نه کوي. دده په خبره ایران ته دا هم نه ده په کار چې امریکا ته ګوتڅنډنه وکړي او بېځایه خبرداري ورکړي. دده په خبره که ایران د برید او جګړې جرات وکړي نو دا په رسمي توګه د ایران د ختمولو په مانا وي. بل پلو د سعودي عربستان چارواکو ویلي، ایران په سیمه کې جګړو ته لمن وهي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي ایران هڅه کوي په سیمه کې جګړه پیل کړي، نو که داسې وشي دغه هېواد به له سختو ستونزو سره مخ شي.





































