امنیتي او دفاعي بنسټونه وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت ساتنې لپاره، ټول افغان ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او په دې برخه کې بشپړ چمتوالی لري. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمې له دفاع وزارت سره د ټاکنو د امنیت په اړه یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، چې ټولو امنیتي، استخباراتي او عملیاتي ارګانونو ته لارښونه شوې، چې د ټاکنو د ملي پروسې امنیت ټینګ کړي. هغه زیاته کړه، د دغې ملي او مهمې پروسې لپاره، د ۵۱۰۰ مرکزونو او ۲۱۰۰۰ محلونو لپاره، ۵۴زره امنیتي ځواکونه توظیف شوي دي. رحیمي زیاته کړه، چې ټولو امنیتي ځواکونو ته د نوماندانو د امنیت ساتنې لپاره هم لازمې لارښوونې شوې دي. هغه له نوماندانو وغوښتل، چې د دوی د امنیت ساتنې لپاره، د خپلو کمپایني غونډو له جوړولو مخکې، امنیتي ځواکونو ته خبر وکړي.