د سعودي عربستان چارواکي وایي، پر مکه معظمه توغول شوي دوه توغندي یې هدف ته تر رسېدو مخکې خنثی کړي دي. رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو یوه ویاند ویلي چې دا توغندي د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو د مکې پر لور توغولي وو. حوثیانو بیا دا تورونه رد کړي چې ګواکي مکه یې هدف ګرځوله.





































